'زه ګوښې پاتې وم، بیا مې د ۳۸ زره ښځو یوه ټولنه جوړه کړه'

Lovina Shenoy in a black dress. She has brown hair.
  • Author, مېګا موهن
  • دنده, د بی بي سي جنسیت او هویت څانګې خبریاله

د ۲۰۲۲ کال لومړۍ میاشتې وې، د لندن اسمان د معمول په څېر تورو وریځو نیولی و. لووینا شېنای نوې لندن ته راغلې وه او هڅه یې کوله په نالیدلو لارو او پردي چاپېریال کې لار ومومي.

۳۹ کلنې لووینا شېنای بي بي سي ته وویل: "په هند کې خپله کورنۍ وي، د ښوونځي ملګري وي، د پوهنځي ملګري وي، د ملاتړ یو بشپړ نظام وي، چې انسان پکې هوسا ژوند کوي.

خو یوه نوي هېواد ته له تلو وروسته دا هر څه پاتې شي او انسان یکړ- یوازې پاتې شي.

دې په دوبۍ کې یوه لسیزه داسې چاپېریال تېره کړې، چې شاوخوا کې یې د هندیانو یوه لویه ټولنه وه او له هغه مخکې بیا د هند په ممبۍ ښار کې وه، چې پکې زېږېدلې ده.

هلته ترې د هندیانو یوه لویه ټولنه چاپېره وه. او تر هغه د مخه د خپل زوکړې ښار ممبي کې اوسېده.

د دې مېړه په لندن کې دنده موندلې وه، له هغه سره لندن ته تګ ورته ښه فرصت و، خو دا د نژدې نهه میلیونو اوسېدونکو یوه داسې ښار ته تللې وه، چې ځان ورته پکې ګوښی ښکارید.

لووینا د نورو ښځو پېژندګلوۍ او ملګرتیا ته لیواله وه. خوشاله وه چې مېړه او دوه ماشومان یې هم ورسره وو، خو د یو څه د کمښت احساس یې هم درلود.

"خپلې قبیلې ته ورسېدم"

لووینا وايي: "لندن ته له راتګه یوه اونۍ وروسته مې پام شو چې دلته لمر د غرمې په دوه بجو لویېږي. فکر مې کاوه ډېره یوازې یم او په ژور خپګان اخته کېږم. هېڅ ملګري نلرم".

دا وايي، پر خپله فېسبوکپاڼه یې یو پیغام خپور کړ: ستړي مه شئ، زه لووینا یم. له ممبۍ راغلې یم. مخکې له دې چې دلته راشم یوه لسیزه مې دوبۍ کې ژوند کړی. څوک دومره وخت لري چې یوه پیاله کافي راسره وڅښي؟"

دا وايي، د حیرانتیا وه، لسګونو ښځو ځواب ورکړ چې غواړي دا وویني. دې سملاسي د یو ځای وړاندیز وکړ او په خبره یې لا زیاته حیرانه شوه چې تر ۳۰ ډېرې ښځې هلته راغلې وې.

دا وايي "ټکان مې وخوړ. جالبه وه، په یوه نوي هېواد کې وم او ۳۰ ښځو چې ما هېڅ نه پېژندلې، هڅه وکړه راشي او کافي راسره وڅښي. ما ویل واه، دا خو مې سمه قبیله شوه"

Lovina, centre, posing for a photo with two other women, while standing on a boat on the River Thames in London. All three women are wearing sunglasses, with the lady on the left in a floral dress, Lovina in a red sequin dress and the lady on the right in a green long-sleeved dress.
د عکس تشریح، د لووينا فېسبوک ګروپ له ۳۸ زره زيات غړي لري

لووینا په بریتانیا کې د کډوالو ټولنې تر ټولو لویې برخې یوه غړې ده.

د برتیانیا سرشمېرنې ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلنو کې بریتانیا ته په راغلو کډوالو کې ۳۲ سلنه یې له پنځو هېوادونو پولنډ، پاکستان، رومانیا، ایرلنډ او هنده راغلي وو.

بریتانیا ته تر ټولو لوی شمېر راغلي کډوال هندیان دي چې شمېر یې ۹۵۶ زرو ته رسېږي او له دې ډلې ۹ سلنه یې په بهر کې زېږېدلي هندیان دي.

د کافي له هغې لومړنۍ غونډې وروسته د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې بیا لووینا پر فېسبوکپاڼه په لندن او بریتانیا کې د هندیو ښځو (ای ډبلیو ایل یو کې) په نامه یو ګروپ جوړ کړ.

یو څه وخت وروسته یې بیا پر وټس اپ هم د ځانګړو سیمو لپاره یو شمېر ګروپونه جوړ کړل. یوازې د درېیو کلونو په موده کې ۳۸۰۰۰ ښځو پر فېسبوک او ۱۵۰۰۰ بیا پر وټس اپ ورسره ملګرتیا کوله.

لووینا او د ګروپ درې نورې مشرانې پرابلین روپرا، دېشا راوت او نېشي ګېل وايي، دوی هغه ننګونې معلومې کړې، چې کډوالې ښځې ورسره په نوي هېواد کې مخامخ شوي او پر حل لارو یې کار کړی.

دوی وايي، لندن او بریتانیا کې د هندیو ښځو د دې ګروپونو موخه دا ده چې د بهرنیانو او لندن کې زېږېدلو هندیانو تر منځ واټن کم کړي او دا چې د بېلا بېلو ټولنیزو او سوداګریزو شبکو له لارې د دوی اړیکې پیاوړې کړي.

"د پرمختګ لپاره پر ځان باور"

دا ټولنه هره میاشت ګڼ شمېر غونډې جوړوي لکه، د پلي تګ کلبونه، سباناری، د بالیووډ له فلمونو الهام اخیستل شوې غونډې، د مېندو لیده کاته او د کاري شبکو غونډې.

دوی وايی، دې هڅو نه یوازې د دوی د ملګرتیا پیاوړې کړې، بلکې مسلکي پرمختګ ته یې هم لار هواره کړې چې له مخې یې د سوداګرۍ په برخه کې هم اړیکي موندل اسان شوي دي.

د ګروپ یوه غړې انو چندراسېکار وايي، تر ۲۰ کالو پورې په کارپوریټ سیکتور کې له کار وروسته اوس دې ټولنې دې ته دا الهام او باور ورکړي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د بدني روزنې شخصي کاروبار پیل کړي‌.

دا وايي، ښکاره خبره ده چې دغو ښځو ماته دا جرات راکړ چې پرمختګ وکړم.

Anu Chandrasekar in a black T-shirt. She has brown hair and wears colourful earrings.
د عکس تشریح، انو چندر شیکر وايي د دې ټولنې په هڅونه يې خپل کاروبار پیل کړ

دې ټولنې د هغو ښځو ملاتړ هم کړی، چې په شخصي ژوند کې له ستونزو سره مخامخ دي. د فېسبوک ګروپ کې یوې ښځې په مستعار نوم د خپله مېړه د ناوړه چلن خبره افشا کړه او ویې ویل، چې له کوره یې شړلې ده.

نیشې د دې پیغام له لیدو سملاسې وروسته له هغې ښځې سره ولیدل د هنديانو ټولنه کې یې د کورني تاوتریخوالي له ماهرینو سره خبره شریکه کړه او هغې ښځې ته یې د اوسېدو لپاره یو مېشت ځای چمتو کړ.

نېشي وايي:

"لومړنی ځای چې دې ورسره اړیکه ونیوله زموږ ګروپ و. د یوې کډوالې ښځې په توګه دا نه پوهېده چې له ملي خیریه بنسټونو سره اړیکه ونیسي، خو زموږ د ګروپ په اړه خبره وه. "

Nishi Gill in a red blouse. She has colourful earrings and brown curly hair.
د عکس تشریح، نیشي ګیل وايي دا ډله زیان منونکو مېرمنو ته د سم ملاتړ په ښودلو مرسته کوي

یوه بله ښځه پریا مهاجن د ښځو د دغې ټولنې له معلوماتو او پوهې په مستقیم ډول ګټه اخیستې. دا د "لندن او بریتانیا کې د هندۍ ښځو ګروپ " کې د مېندو د کلب غړې ده. دغه مېرمن په ۲۰۲۲ کال کې له خپلې شپږ میاشتنۍ لور سره بریتانیا ته راغله.

دا وايي، کله چې د شیدو پېرلو لپاره د بریتانیا یوه بازار ته لاړه، حیرانه شوه:

چې د بریتانیا یو بازار ته لاړه بېخي حیرانه شوه: .

"هلته مې د شیدو بېلابېل ډولونه ولیدل. یو ډول یې د شین رنګ بوتلو شیدې وې او بل یې د اسماني. " زه له هنده راغلې یم او موږ د غوا او مېښو شیدې لرو. هلته د کمو غوړو، بې غوړو، ډېرو غوړو او لږو غوړو هېڅ توپیر نه شته. بېخي سربداله شوم. "

دې د ګروپ له ملګرو په دې هکله معلومات غوښتي او هغوی لارښوونه ورته کړې.

پریا کولای شوای د انټرنېټ لټون پاڼو له لارې هم دا معلومات ترلاسه کړي، خو وايي دا ورته اسانه ښکارېده چې ګروپ کې له نورو هندي ښځو پوښتنه وکړي.

پریا وايي، "دې ګروپ زما په ژوند کې د خلکو تشه ډ‌که کړې. د یو چا شخصیت کې مې خپله مور وموندله، بل چا کې انا او په بل چا کې مې د ملګرې څېره وموندله"

خو ځینې نیوکې هم پرې کېږي او یوه یې دا چې ولې په دې ګروپ کې نارینه نشته.

Priya Mahajan in a black dress. She has brown hair.

لووینا د دې نیوکو له اورېدو وروسته پر فېسبوک دویم ګروپ جوړ کړ، چې نوم یې پرې "بریتانیا او لندن کې مسلکي هندیان" کېښود او دا ګروپ په یوه جنیست پورې محدود نه دی. د هغه ګروپ ګډونوالو شمېر ۵۳۰۰۰ کسانو ته رسېدلی.

لووینا وايي: "ما یوازې د هندۍ ښځو لپاره ځانګړی ګروپ جوړ کړی و، نه د نورو لپاره ،ځکه زه په هندۍ ټولنه کې د "دیوالي" په څېر کلتوري غونډو یا فېسیتوالونو په اړه ځانګړي معلومات لرم. "

زه له هندۍ ښځو سره تړاو لرم. زه پوهېږم څنګه د ښځو یو داسې ګروپ وچلوم چې زما د کلتور په څېر دوی هم د ورته کلتور مخینه لري. "

From left: Anu, Tanisha, Dhara, Lovina, Prableen, Nishi and Priya.

ښایي د لووینا ګروپ د یوازیتوب له جدي اغېزو سره د مبارزې لپاره د حل لارې یوه برخه وي. یوازیتوب یوه داسې روغتیایي ستونزه ده چې د کووېډ - ۱۹ له وبا وروسته او ورسره د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو درېدو سره، ډېر خلک اغېزمن کړي دي.

د راپورنو له مخې د نړۍ په هرو پنځو کسانو کې یو یې ښايي ټولنیز ګوښه والی تجربه کړي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د ټولنیزو اړیکو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره یې موندنې راټولې کړي. د امریکا عمومي جراح هم اعلان وکړ، يوازېتوب به د عامې روغتيا يو لومړیتوب په توګه ګڼل کېږي.

د "لندن او بریتانیا کې" د هندۍ ښځو ګروپ وايي، د دوی ټولنه د بنسټیز ملاتړ یوه بېلګه ده چې له ښځو سره مرسته کوي، دوی له یو سره یو ځای په اړیکه کې کوي هغه هم داسې مهال چې ښځې له اشنا چاپیریاله ځان لېرې احساسوي.

"موږ په انګلستان کې د هندي مېرمنو لپاره له کوره لېرې د کور په څېر یو،" لووینا وايي. "زه فکر کوم چې دا زموږ لپاره ترټولو لوی ملاتړ نظام دی."