ډیپ‌سیک څه دی او ولې پرې ټول غږېږي؟

د چین لخوا د ډیپ‌سیک په نوم د مصنوعي ځیرکتیا (اې‌ای) جوړ شوی ماډل له اپل سټور د ډاونلوډېدونکو کاریالونو یا اپلیکېشنونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. دې د اې‌ای صنعت کې پانګوال حیران کړي او د ټېکنالوژۍ د ونډو بازار ته یې ټکان ورکړی. دا اپلیکېشن د جنورۍ پر ۲۰مه راووت او په ډېرې چټکۍ سره یې د مصنوعي ځیرکتیا مینوال پر ځان ورمات کړل. همدا ده چې اوس د ټېکنالوژۍ د ټول صنعت او نړۍ پام ور اوښتی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ دا امریکایي کمپنیو ته د "خبرداري زنګ" بللی چې د نوموړي په وینا باید د "سیالۍ پر ګټلو" پام ور ټول کړي.‌

هغه څه چې ډیپ‌سیک دومره ځانګړی کوي د شرکت دا ادعا یې ده چې دغه ټېکنالوژي د 'اوپن اې‌ای' په څېر د دې صنعت د مخکښو ماډلونو د لګښت په یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړ شوی، ځکه چې پرمختللي چېپونه پکې لږ کارېدلي دي.‌

د دغه کار امکان د دې لامل شو چې د دوشنبې پر ورځ د چېپ‌ جوړونې اېنوېډیا شرکت د ونډو ارزښت په بازار کې نږدې ۶۰۰ میلیارد ډالره ټیټ شو.‌ دا د امریکا متحدو ایالتونو په تاریخ کې د یوه شرکت تر ټولو لوی یو ورځنی زیان دی.

ډیپ‌سیک د واشنګټن د هغو هڅو په اړه هم پوښتنې راپورته کوي چې د ټېکنالوژۍ برخه کې یې د بېجېنګ د برلاسۍ مخنیوي لپاره کوي. په دې لړ کې یو مهم محدودیت چین ته د پرمختللو چېپونو پر صادراتو بندیز دی.

خو بېجېنګ بیا د ولسمشر شي جېنپېنګ لخوا د یوه مهم لومړیتوب په توګه د مصنوعي ځیرکتیا له اعلانېدو سره په دې برخه کې هڅې دوه برابره کړې دي. د ډیپ‌سیک په څېر نوي شرکتونه له دې کبله هم خورا مهم دي، چې چین د جامو او فرنیچر په څېر له دودیزو تولیداتو چېپونو، برېښنایي موټرو او مصنوعي ځیرکتیا ته مخه کوي.

نو د ډیپ‌سیک په اړه څومره معلومات لرو؟

ډیپ‌سیک څه شی دی؟

په ساده اصطلاح، ډیپ‌سیک د چټ‌جي‌بي‌ټي‌ په څېر د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته چلېدونکی چټ‌باټ دی.‌

دا یو وړیا اپلېکېشن دی چې له اپل سټور ډاونلوډېدای شي او کمپنۍ یې ورسره لیکلي چې "ستاسې د پوښتنو ځوابولو او د ژوندانه د کارندتیا بډاینۍ لپاره" جوړ شوی دی.

دا وړیا اپلېکېشن دی چې د اپل په اپ پلورنځي کې ډاونلوډېږي، چېرې چې ډیپ سیک وايي "ستاسو پوښتنو ته د ځواب ویلو او په مؤثره توګه ستاسو د ژوند ښه کولو لپاره" ډیزاین شوی.

خو د "ولې ماشینونه زدکړه کوي:‌ د عصري مصنوعي ځیرکتیا تر شا ښکلې ریاضۍ" کتاب لیکوال انیل انانتاسوامي‌ په وینا د (R1) په نوم د مصنوعي‌ ځيرکتیا هغه ماډل چې دا پرې چلېږي، شاوخوا ۶۷۰ میلیارد پارامیټرونه لري. همدا دغه ټېکنالوژي تر دې دمه د پراخې ژبې (Large language) تر ټولو د سترې پرانیستې-سرچینې موډل ګرځوي.‌

د رپوټونو له مخې دغه چټ‌باټ په ریاضیاتو، کوډېنګ او استدلال کې د اوپن‌اې‌ای د (O1) ماډل په اندازه ځواکمن دی.

د بایډو د اېرني‌ یا د بایټ‌ډانس د ډاوباو په ګډون د مصنوعي ځیرکتیا د ډېرو نورو چینايي ماډلونو په څېر ډیپ‌سیک هم داسې روزل شوی چې له سیاسي پلوه د حساسو پوښتنو له ځوابولو ډډه کوي.

کله چې بي‌بي‌سي له دغه اپلېکېشن وپوښتل چې د ۱۹۸۹ کال د جون پر څلورمه په تیانامین میدان کې څه پېښ شول، ډیپ‌سیک د ډله‌ییزې وژنې په اړه هیڅ توضیحات ورنه کړل. دا یوه داسې موضوع ده چې معمولا چین کې پرې ډېرې خبرې نه کېږي.

ډیپ‌سیک ځواب کې وویل: "بښنه غواړم، زه دا پوښتنه نه شم ځوابولی. زه د مصنوعي ځیرکتیا مرستیال یم چې د ګټورو او بې ضرره ځوابونو چمتو کولو لپاره جوړ شوی یم."

د چین حکومت لخوا سانسور د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل کېده خو داسې ښکاري چې ډیپ‌سیک د برانیستې-سرچینې د یوه داسې ماډل پر بنسټ روزل شوی چې هم پېچلې دندې ترسره کولی شي، او هم د ځینو مشخصو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

ویل کېږي دا ټېکنالوژي ارزانه هم ده. جوړوونکي یې ادعا کوي‌ چې یوازې ۶ میلیون ډالره پرې لګېدلي‌.‌ دا پيسې په امریکا کې د مصنوعي‌ځيرکتیا شرکتونو لخوا د لګول شویو میلیاردونو ډالرو پرتله ډېرې کمې دي.

لا روښانه نه ده چې دوی دا کار څنګه وکړ. د رپوټونو له مخې د ډیپ‌سیک بنسټ ایښودونکي د اېنویډیا د اې‌۱۰۰ چېپونو چې د ۲۰۲۲ کال له سپتمبر راهیسې یې چین ته پر صادراتو بندیز لګېدلی، یو پلورنځی جوړ کړی دی.

کارپوهان په دې باور دي چې د ځینو اټکلونو له مخې د ۵۰ زره چېپونو یوې سترې ټولګې له هغه سره د مصنوعي‌ځيرکتیا د دومره ځواکمن موډل په جوړېدو کې مرسته کړې.‌ ویل کېږي هغه دا له ځينو ارزانه او ساده چېپونو سره یو ځای کړي‌‌‌‌ دي.‌

د ډيپ‌سیک تر شا څوک دي؟

د ډیپ‌سیک بنسټ د ۲۰۲۳ کال ډسمبر کې د لیانګ وېنفېنګ لخوا کېښودل شو او پسې راتلونکي کال کې یې خپل د مصنوعي ځيرکتیا د پراخې ژبې (large language) موډل را وایست.

د لیانګ په اړه چې د ژيجیانګ پوهنتون د برېښنایي‌ او معلوماتي انجینرۍ او کمپيوټر ساینس برخه کې فارغ شوی، ډېر مالومات نه شته. خو نوم یې اوس د نړۍ په کچه د بحثونو او د رسنیو د سر په مطالبو کې دی. هغه په دې وروستیو کې د ټېکنالوژۍ برخې له کارپوهانو سره د چین د لومړي وزیر لي چیچانګ په یوه غونډه کې لیدل شوی و. دا د مصنوعي‌‌ ځیرکتیا په صنعت کې د ډيپ‌سیک مخ پر ودې برلاسی ښیي.‌

د اې‌ای برخه کې د ګڼو امریکايي‌ متشبثینو خلاف چې له سېلېکن‌والي‌ راپورته شوي،‌ ښاغلی لیانګ په مالي برخه کې د کار مخینه هم لري.‌ هغه د High-Flyer په نوم د یوه تامینوونکي صندوق اجرائیوي مدیر دی.‌ دغه بنسټ مصنوعي‌ ځيرکتیا د مالي مالوماتو د تحلیل او شننې لپاره کاروي چې له مخې یې د پانګونې په اړه پرېکړې وکړي.‌ دې ته کوانټېټېف سوداګري وايي.‌

High-Flyer په ۲۰۱۹ کال کې چین کې د پانګونې لومړنی صندوق شو چې له ۱۰۰ میلیاردو ډېر یوان (۱۳ میلیون ډالر) یې راټول کړل.

نوموړي هماغه کال خپله وینا کې یادونه وکړه چې "که امریکا خپل کوانټېټېف سوداګریز سکتور ته وده ورکولی شي، نو چین یې ولې نشي کولی؟"

هغه تېر کال په یوه مرکه کې وویل چې د چین د مصنوعي ځیرکتیا سکتور تل د نورو لار نشي تعقیبولی.

نوموړي زیاته کړه : "موږ اکثرآ وايو چې د چین او امریکا د مصنوعي ځیرکتیا ترمنځ د یوه یا دوو کلونو واټن دی خو رښتینی واټن د اصلیت او تقلید دی. که دا بدل نه شي، چین به تل د نورو پر پلونو روان وي."

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ډیپ‌سیک ماډل ولې په سېلېکن‌والي کې دومره خلک حیران کړي، وویل: "د هغوی حیرانتیا له دې کبله ده چې یوه چینايي کمپنۍ د ډېرو نورو چینایي شرکتونو د عادت خلاف یوازې د تعقیبوونکې په توګه نه، بلکې د یوه نوښتګر په توګه د دوی لوبې ته ورګډېږي.

امریکايي‌ کمپنیو ته څه ضربه رسېدلې؟

د ډیپ‌سیک لاسته راوړنې دا باور کمزوری کوي چې پراخه بودیجه او پرمختللي‌ چېپونه د مصنوعي ځيرکتیا د پرمختګ یوازنۍ لار ده.‌ دا یو داسې لیدلوری و چې د لوړ فعالیت چېپونو د راتلونکي په تړاو یې ناڅرګندتیا رامنځته کړې وه.

په کونټرپارت ریسرچ مرکز کې د مصنوعي ځیرکتیا شننونکی ويي‌سن وايي:‌ "ډيپ‌سیک دا ثابته کړه چې د اې‌ای تر ټولو پرمختللي موډلونه له محدودو محاسبوي سرچینو سره هم جوړېدای شي."

نوموړی زیاتوي، "په مقابل کې اوپن‌اې‌ای چې ارزښت یې ۱۵۷ میلیارد ډالر دی، د نوښت برخه کې د خپلې برلاسۍ د ساتلو یا له پام وړ عایداتو پرته د خپلو پراخو لګښتونو د توجیه کولو په اړه له څېړنې سره مخامخ دی."

د دغه شرکت احتمالي ټیټو لګښتونو د جنورۍ ۲۷مه مالي بازارونو ته ټکان ورکړ او د دې لامل شو چې په نړۍ کې د چېپ‌ جوړونکو او مالوماتي مرکزونو د بیو کښته کېدو سره د درنې ټېکنالوژۍ د نزډاک ونډو بازار هم له درې سلنې ډېر پرېوځي.

داسې ښکاري چې اېنویډیا تر ټولو ډېر زیانمن شوی ځکه چې د ورځې په اوږدو کې یې د ونډو بیه ۱۷ سلنه راټیټه شوې.

دا چېب‌جوړونکې کمپنۍ بازار کې د پانګې له مخې په نړۍ کې تر ټولو ارزښتناک شرکت و خو د دوشنبې پر ورځ تر هغې وروسته په اپل او مایکروسافټ پسې درېیم ځای ته کښته شو چې د فوربس مجلې د رپوټ له مخې د بازار ارزښت یې له درې اعشاریه پنځه څخه دوه اعشاریه نهه ټریلیون ډالرو ته راپرېوت.

د چین غبرګون څنګه دی؟

د ډیپ‌سیک جوړول د چین حکومت لپاره چې له لویدیځ څخه د خپلواکې ټېکنالوژۍ د جوړولو په لټه کې دی، یو لوی پرمختګ دی.

د چین کمونیست ګوند لا په دې تړاو تبصره نه ده کړې، خو دولتي رسنیو یې دا اشاره رسولې چې،‌ ډیپ‌سیک د امریکا د ونډو بازار په لړزولو سره د سېلېکن‌والي او وال‌سټریټ د دیوانو له سترګو خوب تښتولی دی.

د سیډني پوهنتون یوه استاده مارینا ژانګ وايي‌ "په چین کې د ډیپ‌سیک پرمختګونه د ټېکنالوژۍ برخه کې د ودې او د ځان‌بسیانیې د ثبوت په توګه لمانځل کېږي."

نوموړې زیاتوې د دغه شرکت بریالیتوب د متشبثینو د ځوان نسل لخوا پر کور دننه د ټېکنالوژۍ د مشرتابه د یوه نوي دور د تایید په سترګه کېږي.

خو هغه دا خبرداری هم ورکوي چې دغه احساس ښايي "د ټېکنالوژیکي انزوا" لامل شي.

نور راپور د جوا ډې سلوا لخوا