د بریتانیا د ولیعهد مېرمن کیت میډلټون وايي، د سرطان درملنې له لومړي پړاوه تېرېږي
د بریتانیا د ولیهد مېرمن کاترین (کیت) میډلټون وايي، د سرطان په ناروغۍ اخته شوې او اوسمهال د درملنې له لومړي پړاوه تېرېږي.
نوموړې په یوه ویډیويي پیغام کې وايي، د دې ناروغۍ د تشخیص خبر ورته 'بوږنونکی' و، او 'تېرې څو میاشتې ورته سختې وې.'
کیت میډلټون زیاتوي اوس یې روغتیايي حالت ښه دی او 'ورځ تر بلې غښتلې کېږي.'
د کیت میډلټون د ناروغۍ په هکله ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د بریتانیا شاهي دربار وايي، باور لري چې دا به ژر روغه رمټه شي.