د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګاز د لېږد بهیر پیل شو

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په لومړي ځل د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شوی. نوموړی زیاتوي لومړی ځل له دې لارې پاکستان ته ۵۰ ټانکره ګاز صادرېږي.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مهمند وویل، د مالیې، سوداګرۍ او نورو ادارو په مرسته هڅه کېږي چې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ افغانستان د ټرانیزیټ یوه لار وګرځول شي.

افغان سوداګر خوښي ښيي چې په دې کار سره به ځینو افغانانو ته کاري فرصتونه پیدا کړي.

ښاغلی مهمند زیاتوي،‌ دا لار کوټې ښار ته تر نورو لاریو کابو ۹۰۰ کیلومتره لنډه لار ګڼل کېږي.

پخوا دا تجارت د ایران له لارې کېده، خو اوس یې لار له ۱۸ سوو کیلومترو نهه سوو کیلومترو ته کمه شوه.

محمد یونس مهمند وايي دې کار ته خوشبین دی چې د افغانستان خلکو ته به د کاروبار زمینه برابره شي او افغانستان به خپلو ګاونډیانو ته په ډېره مصؤنه توګه د افغانستان له لارې د هغوی ټرانزیټ ته ډاډمنه لاره پیدا شي.

دې پوښتنې ته په پام سره، چې ایا د ګازو د لېږد دا بهیر به دوام ومومي او که نه، ښاغلي مهمند بي بي س‍ي ته وویل، پخوا په دې برخه کې سوداګرو د ناامنیو له کبله وېره لرله او هیله یې وښوده چې د ګاز د ټرانزیټ دا بهیر به دوام وکړي.

دی وايي، دا د سیمې لپاره یو ګټور مسیر او تګلوری دی او دوی خوشبین دي چې په راتلونکې کې به د افغانستان نور بندرونه به هم د سوېلي اسیا د ټرانزیټ یوه خوندي لار وګرځي.

افغانستان غواړي چې په سیمه کې د یوه نښلوونکي ټرانزیټي پُل په توګه رول ولوبوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ازبکستان یو کانټینر پخته بنګله دېش یا د سوېلي اسیا کوم بل هېواد پاکستان یا هند ته خامخا یوه نیمه تر دوو میاشتو وخت نیسي، خو که د ټرانزیټ لار یې پر افغانستان شي، نو تر پنځو-شپږو ورځو به د دوی محموله خپل منزل ته ورسېږي.