د سوریې حلب ښار پر یوه څنډه هوايي برید لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

د عکس سرچینه، AFP
د سوریې سرچینې وايي، د حلب ولایت په شمال لوېدیځ کې پر "حیان" ښارګوټي د اسرائیلو هوايي برید په لسګونو کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
ویل کیږي چې د برید هدف ایران ته د نژدې ډلو تر ولکې لاندې د مسو ویلي کولو یوه فابریکه وه.
د سوریې خبري اژانس (سانا) د یوه پوځي چارواکي په حواله ویلي، دغو بریدونو کې یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د سوريې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتي سازمان له قوله ويلي، چې د حلب په څنډو کې په دغه بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د سوریې دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې اسرائیلي الوتکو په سیمهيیز وخت دوشنبه سهار د حلب شاوخوا سیمې په نښه کړې.
د روسیې خبري شبکې سپوتنیک او د فرانسې خبري اژانس په خپلو رپوټونو کې تایید کړې چې د برید هدف حیان ښارګوټي ته څېرمه د مسو ویلي کولو یوه کارخونه وه.
د فرانسې خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په حواله په هغه سیمه کې چې د مسو فابریکه موقعیت لري د پرله پسې چاودنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دا کارخانه له ایران سره د تړلو ډلو تر کنټرول لاندې ده.
سوریې تایید کړې، چې په دغه برید کې مالي زیان هم اوښتی دی.
د رویټرز په وینا دا له یوې اونۍ په کمه موده کې په سوریه کې دویم برید دی.
د مارچ میاشتې له هوایي بریدونو وروسته، حلب ولایت په تېرو میاشتو کې د نسبي ارامۍ شاهد و.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې اکثره وخت په سوریه کې د دغو بریدونو په اړه معلومات خپروي، راپور ورکړی چې اسرائیلو په مارچ میاشت کې حلب ته نژدې ځایونه په څو هوايي بریدونو کې په نښه کړل چې له امله یې ۵۲ کسان ووژل شول.

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلو حکومت معمولاً پر سوریې د بریدونو پخلی نه دی کړی او نه یې هم رد کړي، خو رسنۍ یې اکثره راپور ورکوي چې دا بریدونه د اسرائیل پوځ کوي.
اسرائیلو په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې په سلګونو بریدونه کړي، چې زیاتره یې هغه ډلې په نښه کړي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي.
اسرائیلو په وار وار اعلان کړی چې ایران ته به اجازه ورنکړي چې په سوریه کې فعالیت وکړي. خو ایران وايي، په سوریه کې مشورتي فعالیتونه لري او د بشارالاسد د حکومت په بلنه یې ځواکونه په سوریه کې حضور لري.
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اومه په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دا بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي، خو په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ تر برید وروسته د دغو بریدونو شمېر د پام وړ کم شوی دی.
د اپریل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د سپاه پاسداران د دوو جګپوړو قوماندانانو او سلاکارانو په ګډون اوه تنه ووژل شول. له دغه برید وروسته د امنیت شورا غونډه وکړه.
په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا ډېره کړې ده.
ایران د دغه برید ځواب کې په مستقیم ډول له خپلې خاورې د کروز او بالستیک توغندیو او ډرون په کارولو سره د اسرائیلو ځینې برخې په نښه کړې.