د سرطان داستانونو شریکولو لپاره د لیکلو وړیا ورکشاپونه

د عکس سرچینه، Deborah Humphrey
د هغو کسانو لپاره چې د سرطان ناروغي یا تجربه لري، د بریتانیا د انګلنډ په جنوب کې، د برایټن ملګرو بنډار ځای کې د نوښتي لیکلو وړیا ورکشاپ کېږي.
دا ورکشاپ د ناروغ د انتظار خونې له ټکي، د سرطان ناروغانو، ژوندي پاتې شویو او ملاتړ کونکو ته د نوښتګرو لیکلو له لارې، د خپل ځان څرګندولو لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کوي.
د پروژې همکاره مشره او د رواني روغتیا پخوانۍ روغتیاپاله ډیبورا همفري وايي، پوهېده چې "لیکل کولی شي زموږ د ځینو احساساتو په څرګندولو کې مرسته راسره وکړي."
ټاکل شوې دویمه غونډه یې د اپرېل میاشتې پر لومړۍ نېټه د هېسټېنګز ټاون تالار کې ترسره شي.
په دغو ورکشاپونو کې د لیکلو داسې لارښوونې شاملې دي چې له ګډونوالو سره د دوی د شخصي تجربو په څرګندولو کې د مرستې لپاره جوړې شوې دي.
د انکولوژي (تومورونو درملنې) انتظار خونې ډېری وختونه د فشار او ناڅرګندتیا سره تړلې وي، خو د انتظار خونې ټکي یا کلمې کارولو موخه، د دوی د هنري څرګندونو پرځای، له هغو خلکو سره مرسته کول دي چې په کلینیکي چاپېریال کې د احساساتو شریکول ورته ستونزمن ښکاري.

د عکس سرچینه، Karina Patfield
د برایټن پوهنتون د لیکلو له ماسټرۍ فارغه کارینا پیټفیلډ، چې له مېرمن همفري سره د پروژې ګډه مشري کوي وايي، د دوی موخه له هغو خلکو سره مرسته کول دي چې د لیکلو مخکېنۍ تجربه نه لري.
د هغې په وینا: دوی دواړې"په هغه لوی ارزښت باوري دي چې لیکنه په هوساینې کې رول لري."
مېرمن همفري، چې اوس مهال د فوق لسانس دورې په زده کړو بوخت ده، زیاتوي، " په سرطان اخته کسان خپلو معایناتو لپاره د انتظار خونو کې د وخت تجربې او لیکل سره یو ځای کوي. همدا ښه فرصت دی چې خلکو ته داسې فضا برابره کړي چې خپل احساساتو وسپړي."
بریتانیا کې د سسېکس سرطان څېړنې مرکز د دغې پروګرام مالي ملاتړ کوي.
د سسېکس سرطان څېړنې مرکز مشره میلاني فلېنټ وايي، "موږ باور لرو چې ګډې تولید شوي هنري ټوټې به د څېړونکو او د سرطان ناروغۍ تجربه لرونکو کسانو ترمنځ د خبرو لپاره یو مرکزي ټکی جوړ کړي."
هغه وايي موږ ویاړو، چې کولای شو د دې کار ملاتړ وکړو.