افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ: رسنوال له محدودیتونو شکایت کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د خبریالانو مرکز په نوم ټولنه وايي، روان کال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ځپلو او د دوی د حقونو محدودولو پېښې د تېر کال پرتله شاوخوا ۲۴ سلنه ډېرې شوې دي.
د خبریال د ملي ورځې په مناسبت دغه رپوټ کې راغلي، په تېرو نژدې دولسو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو له منځهوړلو تر یو سل اویا ډېرې پېښې یې ثبت کړې دي.
خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ورځې په مناسبت ویلي د رسنیو حالت په ښه کېدو دی او په وینا یې له دې سکتور سره د مرستې لپاره ملاتړی (حمایوي) صندوق هم جوړوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل رپوټ کې ویلي، "په پای ته رسېدونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې د ۲۲ رسنیو د بندېدو په ګډون د رسنیو او خبریالانو د حقونو د تروړل کېدو ۱۷۲ پېښې ثبت کړي دي."
رپوټ لیکي، له دغو تړل شویو رسنیو ۱۵ یې لا هم د بیا پرانیستل کېدو جواز په اخیستو نه دي بریالۍ شوې.
د دغه مرکز په رپوټ کې راغلي، "په دې وخت کې پنځوس خبریالان هم نیول شوي چې لس یې لا هم په بند کې دي او څلورو ته له دوو تر درې کلونو د بند سزا هم اورول شوې ده."
دا ټولنه په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په افغانستان کې جوړه شوه او اوس یې مرکز له افغانستانه بهر په جرمني کې دی، په خپل رپوټ کې لیکي، د طالبانو د حکومت چارواکي له رسنیو سره په چلند کې هم یوه خوله نه دي. دغه بنسټ ادعا کړې چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ځینې چارواکي د رسنیو اړوند پخوانی قانون په لږ بدلون مني او د پلي کېدو وړ یې ګڼي، خو د دوی د حکومت محافظه کاره برخه بیا هغه قانون ته درناوی نه لري او په دې ډول ګونګ رسنیز سیاست کې يې د رسنیو د آزادیو تروړل کېدل روان دي.
د خبریالانو د حقونو د دفاع دې ټولنې دا ادعا هم کړې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبان اوس ډېر واکونه لري او رسنۍ او رسنوال له نژدې څاري او کله يې چې زړه وغواړي د طالبانو د استخباراتو له ادارې سره په ګډه د رسنیو او خبریالانو پر ضد اقدام کوي.
طالبان: د رسنیو حالت په ښه کېدو دی
خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې نه غواړي د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه راپور ته غبرګون وښيي، تازه د خبریال ملي ورځې په تړاو (چې د کب پر اووه-ویشتمه لمانځل کېږي) ویلي، په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.
د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د افغانستان ملي تلویزیون ته د خبریال د ملي ورځې په مناسبت ادعا کړې، چې په افغانستان کې د رسنیو حالت لا ښه شوی او د حکومت ملاتړ هم ورسره په ډېرېدو دی.
"د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو حمایوي ادرس دی، ډاډ ورکوي په هېواد کې له خبریالانو څخه په هر ډګر کې چې دوی له ستونزو سره مخ کېږي یا هم اړتیا لري، که هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع ده یا هم د مالي صندوق جوړول او یا که خبریالان شکایت لري، چې د رسنیزو سرغړونو کمیسیون له لارې دغو شکایتونو ته رسیدهګي کېږي، چې په دې ټولو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوی سره په خوا کې ولاړ دی."

د عکس سرچینه، ACIM
خو ښاغلی غفران له خبریالانو هم ځینې غوښتنې لري، "موږ په هېواد کې له ټولو رسنوالو او خبریالانو غوښتنه کوو، چې دوی خپل مقدس رسالت ته په کتو، خپلې دندې په ښه توګه ادا کړي. ولس د نظام له لاس ته راوړنو پر وخت خبر کړي، د نظام علیا منافع په نظر کې ونیسي، ژونالیستیکي اصولو ته احترام وکړي او همدا رنګه د افغانستان اصیل فرهنګ هم په نظر کې ونیسي."
ښاغلی غفران وايي، په دغه صورت کې به د اطلاعاتو او کلتور وزارت پوره ډاډ او همکاري ورسره ولري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په رپوټ کې ویل شوي، په روان لمریز کال کې افغانستان کې داسې کوم وسلهوال برید نه دی شوی چې رسنۍ او رسنوال پکې هدف ګرځول شوي وي او نه هم په دا شان کوم برید کې د رسنیو د کارکوونکو د زیانمنېدو کوم رپوټ ورکړل شوی دی.
پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمهوریت پر مهال او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په شتون کې د رسنیو پراخ فعالیت او د بیان ازادي مهم پرمختګونه بلل کېدل خو په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ور ستنېدو وروسته، په افغانستان کې رسنۍ د پخوا په څېر مالي امکانات نه لري او د ازاد فعالیت لپاره یې چاپېریال هم د تېر په شان نه دی.
د رسنیو د ملاتړ نړیوالې ټولنې هم د طالبانو په روانه واکمنۍ کې په افغانستان کې پر رسنیو او د وینا پر ازادۍ محدودیتونه اندېښمنوونکي بللي دي. په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر کار محدودیتونه په پرله پسې ډول ډېر شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې، د خبریالانو کار او ژوند یو دوامداره فشار دی چې په تېره بیا یې ښځینه خبریالانې او رسنوالې یې ډېرې اغېزمنې کړې.
تر ۲۰۲۱ کاله په افغانستان کې تر ۱۴۰۰ ښځینه خبریالانې وې. اوس داسې اټکل دی چې دا شمېر شاوخوا ۶۰۰ ته راټیټ شوی دی. ډېرو یې د وېرې له امله کارونه پرې اېښي دي.
ورته مهال په کابل کې د خبریال ملي ورځې په مناسبت یوه غونډه کې د افغانستان ښځينه خبریالانو بنسټ مشرې ویلي، د ښځینه خبریالانو "ستونزې" یې د حل په موخه د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنستونو سره شریکې کړې.
د یاد بنسټ مسوولې مشهوده سروري د طالبانو له حکومته وغوښتل ټولې خبریالانې د هغو ټولو شرایطو او قوانینو په رڼا کې چې د حکومت او اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ټاکل شوي، کار کوي، خو ملاتړ ته اړتیا لري.
دغه راز د افغانستان په رسنیو کې د کار خوندیتوب نشته، د رسنیو د خوندیتوب ادارې وايي، د کار خوندیتوب موضوع اوس مهال ان "د افغانستان په سترو رسنیو" کې هم نشته.