د ماشومتوب له واده تر اتلولۍ: د بدن ښکلا د یوې افغانې لوبغاړې رویا کریمي د ژوند کیسه

roya
  • Author, محجوبه نوروزي
  • دنده, بي‌بي‌سي

افغانه رویا کریمي چې وايي، یو وخت په کوچني عمر کې واده شوې وه، اوس په ناروې کې د بدن د ښکلا سیالیو پر یوې مشهورې او بریالۍ څېرې اوښتې ده.

د هغې د ژوند داستان له سنتي او دودیزو محدودیتونو سره سره "د مبارزې انځور" بلل کېږي چې په خبره یې خپله پیژندګلوي یې کره کړې او ښځو ته الهام بخښونکې ده.

رویا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې چې کلونه کلونه د جګړې او بې ثباتۍ ډګر و، زېږېدلې. هغه وايي "زه ۱۴ کلنۍ کې له داسې چا سره واده شوم چې د ښځو پر ازدایو او حقونو یې باور نه درلود." نوموړې زیاتوي، په ۱۵ کلنۍ کې مور شوه او په داسې حال کې چې تازه پېغله شوې وه د اجباري واده او کورنۍ درانه "مسولیتونه او غمونه ور ترغاړې و."

ناروې ته کډوالي

خو رویا وايي "داسې ژوند یې نه غوښته". نوموړې له مور او کوچني زوی سره ۱۴ کاله مخکې له خپل هېواده ووته او په ناروې کې یې د پناه غوښتنه وکړه، داسې څه چې د ښځو لپاره د افغانستان په‌ څېر دودیزه ټولنه کې بې له ننګونو او ګواښونو نه وي.

په نوي هېواد کې له ژبې نېولې بیا تر نوې کولتور او د ټولنیزو توپیرونو له ګڼو ننګونو سره مخ وه. هغې باید د ناروې ژبه زده کړې وای، خپل ځان یې له نوې فرهنګ سره اشنا کړی وای، او د ځان او کورنۍ لګښت پوره کولو لپاره یې کار ته هم اړتیا لرله.

اغلې رویا ته د کډوالۍ لومړۍ شپې ورځې اسانه نه وې خو د ژبې، فرهنګ او کار زدکړې برخه کې یې هڅې بې څه هم نه وې او بالاخره یې کوښښونو تر خپلې موخې ورسوله.

نوموړې د نرسنګ برخه کې زدکړې وکړې او په دې بریالۍ شوه چې د اوسلو په یوه روغتون کې د نرسې دنده پیدا کړي.

د بدن ښکلا

رویا کریمی با همسرش کمال جلال الدین که او هم بدن‌ساز است در نروژ آشنا شد.
د عکس تشریح، رویا کریمي له خپل دویم میړه کمال جلال الدین او زوی سره

د بدن ښکلا (باډي بېلډېنګ) د رویا کریمي لپاره د ژوند یوه بله هڅه وه. ورزشي لوبغالو او جېم ته تګ د هغې لپاره یوازې د جسمي تمرین په مانا نه وه بلکې وايي همدې ورزش ورسره مرسته کړې چې پر ځان باور پيدا کړي او خپله پيژندګلوي پرې ومومي.‌

نوموړې زیاتوي، د بدن د عضلاتو جوړولو ورسره مرسته وکړ، له هغو ذهني او ټولنیزو محدودیتونو ووځي چې له کلونو کلونو "پرې تپل شوې وو."

دغې افغانې شاوخوا یو کال مخکې پرېکړه وکړه چې د نرسنګ په برخه کې دنده پرېږدي او په مسلکي ډول د بدن د عضلاتو جوړولو یا د بدن ښکلا برخه کې پام ټول وساتي.‌ دا هم د نوموړې لپاره داسې ننګونکې پرېکړه وه چې د هغې د ژوند لوری یې بدلاوه.

له دې ټولو سره اغلې رویا وايي، هغې ته ستره ننګونه د کار بدلول نه بلکې له هغو پولو او چوکاټونو تېریدل وو، چې په افغانستان کې یې تجربه کړې دي.

"زما لپاره تر ټولو غټه ستونزه دا وه چې له هغو پولو تېره شم چې نورو زموږ لپاره ټاکلې دي، ټولې هغه نالیکل شوي اصول چې دود، کلتور او نورو عنوانونو په ډول پر موږ تپل شوې دي."

رویا کریمی می‌گوید که در نروژ با ورزش آشنا شد.
د عکس تشریح، رویا کریمي ۱۴ کاله مخکې د بدن د ښکلا له ورزش سره اشنا شوه.

نوموړې زیاتوي، د ځینو نوښتونو لپاره باید له دودونو پښه واړول شی.‌ "کله چې د نوښت اراده وکړئ، باید ځان له دغو چوکاټونو او پولو وباسې."

رویا کریمي د ورزش تر څنګ د ټولنیزو رسنیو له لارې هم د افغانستان دننه او بهر له افغانانو سره په اړیکه کې ده. نوموړې د بدن د سلامتیا، په نفس د اعتماد موندلو او نورو مسایلو په اړه له دوی سره خبرې کوي. رویا وايي د هرې افغان ښځې بریالیتوب له شخصي بریالیتوب ور ها خوا په ټولنه کې د افغان ښځو د رول په اړه هم یو ګام دی.

اروپا کې اتلولي

د کریمي ژوند
د عکس تشریح، ټاکل شوې رویا کریمي اروپايي اتلولۍ کې هم ګډون وکړي

رویا کریمي د ناروې سږنیو (استوپریت اوپن) سیالیو کې د "تندرستۍ" په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه. د بدن ښکلا سیالیو په دې برخه کې د عضلاتو او اندامونو طبیعي والي ،ظاهري روغتیا او غړو ښکلا ته کتل کېږي.

د بدن ښکلا، د نورو بڼو د سیالیو خلاف چې د عضلاتو پر حجم او څرنګوالي تمرکز لري، د تندرستۍ په برخه کې د پوستکي پر متعادل نرمښت، د پوستکي پر سلامتیا او د بدن پر طبیعي جوړښت باندې پام ساتي.

له دې لاسته راوړنې وروسته رویا په لا معتبرو او پرمختللو سیالیو کې چې د ( نوروې کلاسیک ۲۰۲۵ ) په نامه یادیږي، ګډون وکړ او دلته یې هم اتلولي وګټله. دا د شمالي اروپا په هېوادونو کې یو له مهمو سیالیو بلل کېږي چې د سکانډیناويا هېوادونه (ناروې، سوېډن، ډینمارک، ایسلنډ او فېلنډ) په کې ګډون کوي.

دغې بریا رویا کریمي ته د اروپا په اتلولیو کې د ګډون ور هم پرانېست، چې هغه یې په خپل ژوند کې تر ټولو ستر ګام بولي.

رویا اوس اروپايي اتلولیو ته چمتوالی نیسي داسې چې سخت تمرینونه یې اوس د ژوند برخه ګرځېدلې او ورسره عادي شوې ده.

د رویا د مېړه رول

کمال جلال‌الدین، همسر دوم رویا کریمی، مربی و مشوق اصلی او در مسیر بدنسازی است.
د عکس تشریح، رویا کریمي وايي، د بدن ښکلا برخه کې یې د مېړه مرسته او هڅونه ډېره مهمه ده

نوموړې په ناروې کې له کمال جلال الدین سره اشنا شوه چې اوس یې دویم خاوند دی. جلال الدین چې د بدن ښکلا په سیالیو کې اوږده تجربه لري، اوس د رویا کلک ملاتړی دی. کمال وايي "په صحنو او د اتلولیو په ډګرونو کې د رویا لیدل د هغو خوبو رېښتیا کېدل و، چې دوی په ګډه سره لېدل."

رویا د خپلو لاسته راوړنو په برخه کې د مېړه د رول په اړه وايي "له کمال سره له پېژندګلوۍ مخکې مې ورزش کاوه خو په مسلکي کچه نه و. د هغه ملاتړ ماته دا ډاډ او پياوړتیا راکړه چې سختې سیالۍ غوره کړم، زه باور لرم، که مېړه د ښځې تر څنګ ودریږي، په ژوند کې حیرانوونکي لاسته راوړنې تر لاسه کېدای شي."

نوموړې د هغو نیوکو په اړه چې ځینې خلک یې د هغې د فعالیت په اړه لري، وايي "خلک مې یوازې ظاهري بڼه ویني خو د دغې ظاهري بڼې تر شا د کلونو کلونو خواشینۍ، غم او هڅې پټې دي، لاسته راوړنې اسانه په لاس نه درځي."

د افغان ښځو ملاتړ

رویا کریمی مصمم است درباره وضعیت زنان افغانستان اطلاع‌رسانی کند و آگاهی جهانی را افزایش دهد.
د عکس تشریح، رویا کریمي وايي، افغانستان کې د ښځو ژوند او حقونو په اړه انديښمنه ده

په کډوالۍ کې له ټولو لاسته راوړنو او شهرت سره سره، رویا د افغان ښځو په اړه تل فکر کوي.‌ نوموړې په ځانګړي ډول د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته، افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت بوږنونکی بولي او په اړه یې اندېښنه څرګندوي.

"هر کله چې د تمرین ځای ته ځم، ذهن ته مې دا راځي چې یو وخت مې په خپل هېواد کې د ازاد ورزش اجازه نه لرله."

هغه وايي "اوس د افغان نجونو او ښځو غږ دومره غلی شوی چې ان مدرسو ته یوازې نه شي تللی او له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه لري" او دا بیا بیخي لېرې ده چې نجونې دې د خپل برخلیک او ژوندن پرېکړې وکړي."

رویا کریمي وايي "موږ باید په دې موضوع ډېر کار وکړو، چې لومړی خپل شاوخوا بدلون راولو، هیله منه یم چې داسې ورځ راشي چې افغانستان کې نجونې او ښځې له ترهې او وېرې پرته ژوند وکړي او خپلو خوبونو ته خپله ورسېږي."