په نړۍ کې له یو میلیارد ډېر خلک له چاغښت سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په لنسټ خپرنۍ کې د یوه خپاره شوي رپوټ پربنسټ، اټکل شوی چې په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیارد خلک له چاغښت سره مخامخ دي.
د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو پر بنسټ، د دغو معلوماتو له مخې، په دوی کې ۸۸۰ میلیونه د ډېر عمر کسان او ۱۵۹ میلیونه ماشومان دي.
په ښځو کې په نړیواله کچه چاغښت د امریکا په ټونگا او ساموا او ناورو کې ثبت شوی چې په دوی کې د ۷۰ تر ۸۰ سلنې پورې د لوړ عمر کسان د چاغښت له ستونزو سره مخامخ دي.
د څېړونکو نړیوالې ډلې چې دا څېړنه کړې ویلي چې له چاغښت سره د مبارزې لپاره طریقه کې بدلونونه ضروري دي.
چاقۍ کولی شي د د زړه د ناروغۍ، ۲ ټایپ ډیابېټس او ځینو سرطاني ناروغیو په ګډون د ډېرو جدي ناروغیو خطر زیات کړي.
په دې څیړنه کې، څېړونکو د نړۍ د چاغښت کچه په درجه بندي کولو سره مختلف هیوادونه درجه بندي کړي او د عمر فکټور په پام کې پکې نیول شوی.
متحده ایالات د نارینه وو لپاره ۱۰ او د ښځو لپاره ۳۶ ځای لري.
هند د ښځو لپاره په ۱۹ او د نارینه وو لپاره ۲۱ ځای لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
چین د چاغښت د ټیټې کچې له مخې د ښځو لپاره لسم او د نارینه وو لپاره ۵۲ ځای لري.
د لندن د امپیریل کالج یوه مشر څېړونکي پروفیسور مجید عزتي بي بي سي ته وویل: "په ډېری هېوادونو کې د صحي خوړو په مقابل کې د غیر صحي خوړو شتون د چاغښت ټاکونکی دی."
هغه زیاته کړه، "په ځینو مواردو کې، د غیر صحي خواړو پراخه بازار موندنه او پراخه وده شوې، په داسې حال کې چې د صحي خواړو لګښت او ورته لاسرسی ستونزمن شوی دی."
پروفیسور عزتي چې له څو کلونو راهیسې د چاغښت نړیوال احصایې څاري وايي: "زه د چاغښت په نړیوال انځور کې د بدلون سرعت ته حیران یم، ځکه چې اوس ډېری هېوادونه د چاغښت له بحران سره مخ دي، په داسې حال کې د هغو هېوادونو شمېر چې د کم وزن په اړه اندېښنه لري ما د چاغښت کمښت لیدلی دی.
دغه راپور چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۲ کلونو احصایې پکې شاملې دي، ښيي چې په دې موده کې په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د چاغښت کچه څلور برابره شوې ده.
په عین حال کې، د لویانو لپاره، دا اندازه په ښځو کې دوه برابره او په نارینه وو کې نژدې درې ځله لوړه شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې، د کم وزن لرونکو لویانو تناسب تر ۵۰٪ پورې راټیټ شوی، مګر څېړونکي ټینګار کوي چې کم وزن یوه لویه ستونزه ده، په ځانګړې توګه په بې وزلو ټولنو کې.
ډاکټر ګوها پردیپا، چې د راپور یو لیکوال او د مدراس د شکر ناروغۍ څېړنیز بنسټ غړی دی، وايي چې لوی نړیوال بحرانونه د خوارځواکۍ د خطر لا بدېدو او د چاغښت یا کم بایللو د پېښو خطر زیاتوي.
هغه وویل: "د اقلیم بدلون، د کوویډ - 19 ناروغۍ او په اوکرایین کې د جګړې له امله رامنځته شوې ګډوډۍ په څېر د پېښو اغېز د بې وزلۍ زیاتوالی او د مناسبو او مغذي خواړو د ترلاسه کولو لګښت، د چاغښت او کم وزن خطرت زیاتوي."
په دې څیړنه کې، د ۱۵۰۰ څېړونکو یوې ډلې، د نړیوال روغتیا سازمان په همکارۍ، د ۲۲۰ میلیونو خلکو د قد او وزن اندازه تحلیل کړه چې عمرونه یې پنځه کاله یا ډېر وو.