ایا مصنوعي ځیرکتیا موږ "احمق" کوي؟

د یو روبوټ انځور چې له یو کس سره مخامخ ولاړ دی چې د دماغ یوه برخه یې د سر دننه ښکاره شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یو روبوټ انځور چې له یو کس سره مخامخ ولاړ دی چې د دماغ یوه برخه یې د سر دننه ښکاره شوې ده.
  • Author, سمية نصر
  • دنده, بي بي سي عربي

د مصنوعي ځیرکتیا (هوښ) کاریالونه 'اپلېکېشنونه' به د انسانانو ژوند ښه کړي، ځکه دا هغه ستړي کوونکي یا ستونزمن کارونه تر سره کولی شي چې ډېر وخت او زیار ته اړتیا لري او په دې توګه موږ ته دا فرصت راکوي چې له ژوند ډېر خوند واخلو یا خپل وخت هغو مهمو شیانو ته ځانګړی کړو چې ارزښت یې زیات دی.

دا د هغو کسانو لیدلوری دی چې د "تولیدي مصنوعي ځیرکتیا" (Generative AI) له ټېکنالوژۍ سره ډېره مینه لري، یوه ټېکنالوژي چې په وروستیو څو کلونو کې یې ډېر پراخ شهرت موندلی، په ځانګړي ډول د "ChatGPT" په نوم د خبرو اترو روباټ له کبله چې د "OpenAI" شرکت له لوري په ۲۰۲۲ کال کې وړاندې شو. د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې یې هره اونۍ یو میلیون فعال کارن درلودل.

د بېلګې په توګه، داسې کارونه لکه د اوږدو اسنادو لنډول، د ورځنیو برېښنالیکونو لیکل، د ساده متونو ژباړه، یا د مسلکي بڼې ژوندلیک لیکل – دا ټول هغه کارونه دي چې تولیدي مصنوعي ځیرکتیا یې په څو ثانیو کې کولی شي.

خو ځينې خلک خبرداری ورکوي چې پر تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د تکیې د دې پر ځای چې زموږ ذهنونه د لا مهمو او ژورو کارونو لپاره پرانیزي، ښايي موږ "کم‌عقل" کړي. نو دا به څنګه رامنځته شي؟ او ایا موږ له دې سترو ظرفیتونو پرته له دې چې زموږ ځیرکتیا یا نوښت ته زیان ورسوي، ګټه اخیستلی شو؟

د انتقادي تفکر مهارتونو کمزوري کېدل

د هغو وروستیو څېړنو له ډلې چې د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا پر تکیه او د انسان د ذهني او ادراکي وړتیاوو د کمښت تر منځ اړیکه ښيي، یوه څېړنه ده چې سږکال د مایکروسافټ شرکت له خوا د کارنیګي میلون پوهنتون له څېړونکو سره په ګډه ترسره شوې ده.

د انتقادي تفکر د مهارتونو کمزوري کېدل

د یو سړي خیالي انځور چې یو تار کشوي چې د هغه دماغ د لپ ټاپ سکرین کې د انسان دماغ عکس سره نښلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یو سړي خیالي انځور چې یو تار کشوي چې د هغه دماغ د لپ ټاپ سکرین کې د انسان دماغ عکس سره نښلوي.

هغه څېړنه چې د مایکروسافټ شرکت د کارنیګي میلون پوهنتون له څېړونکو سره په ګډه ترسره کړې، پر ۳۱۹ کسانو متمرکزه وه چې لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل له تولیدي مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي. پایلې وښودلې چې دا ټېکنالوژي د دوی د انتقادي تفکر طریقه بدله کړې ده.

مصنوعي ځیرکتیا د فکري هڅې اړتیا کمه کړې، نو کاروونکي زیات پر دې ټېکنالوژۍ تکیه کوي، په ځانګړې توګه کله چې یې پر پایلو ډېر باور ولري. د کاروونکو رول له معلوماتو راټولولو د هغې د سمون ارزونې ته او له فعالو اجراکوونکو د مصنوعي ځیرکتیا د پایلو څارونکو ته اوړي.

څېړنې یو شمېر عوامل تشخیص کړي چې د انتقادي تفکر خنډ ګرځي، لکه:

  • له محتوا سره د ژور تعامل لپاره د هڅونې کمښت
  • د مصنوعي ځیرکتیا د پایلو د اغېزناکې ارزونې لپاره د پوهې یا وړتیا نشتوالی

بله څېړنه:

په یوه بله څېړنه کې، چې د سوېس SPS سوداګرۍ پوهنتون د ستراتیژیک وړاندوینې او پایښتي بنسټونو د انسټیټوټ رییس ډاکټر مایکل ګرلیچ ترسره کړې، پر ۶۶۶ کسانو کار شوی. پایلې وښودلې چې د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا پرلپسې کارونه د انتقادي تفکر پر وړتیا بد اغېز لري.

پروفیسور ګرلیچ بي بي سي عربي ته ویلي: "زما څېړنه وښودله چې د مصنوعي ځیرکتیا وسایل د ادراکي تخلیې هڅونه کوي، یعنې موږ فکر کول له خپله ذهنه بهر ماشین ته ورسپارو. دا خپله منفي نه ده، خو که پرې عادت شو نو کولی شي زموږ د پېچلي منطقي تفکر، د ستونزو حل او انتقادي تحلیل وړتیاوې کمزورې کړي."

انتقادي تفکر څه دی؟

انتقادي تفکر یوازې د تېروتنو موندل نه دي، بلکې دا یوه پېچلې ذهني پروسه ده چې انسان ته دا وړتیا ورکوي معلوماتو ته په منطقي او بې‌طرفانه توګه قضاوت ورکړي، د شواهدو له لارې چې د مشاهدې، لوستلو، تجربې او د فرضیو تر پوښتنې لاندې راوستلو سره راټولېږي.

دا مهارت د لاندې برخو لپاره مهم دی:

  • د پرېکړو ښه کول
  • د ستونزو د حل وړتیا لوړول
  • د معلوماتو ارزونه
  • د قوي استدلال جوړول
  • د ځان پېژندنې، نوښت، ژبې او بیان وړتیاوو پراخول

ګرلیچ زیاتوي: "زموږ ذهني عضلې، لکه د تحلیلي تفکر وړتیاوې، که په منظم ډول تمرین نه شي، کمزورې کېږي. له وخت سره سره، زموږ پر مصنوعي ځیرکتیا تکیه کولای شي زموږ د انتقادي تفکر وړتیاوې زیانمنې کړي، په ځانګړي ډول په هغو حساسو یا مغشوشو حالاتو کې چې مصنوعي ځیرکتیا پرېکړه نه شي کولی. زما څېړنه ښيي چې ځوانان او کم‌تعلیمه کسان په ځانګړې توګه د تفکر دنده مصنوعي ځیرکتیا ته سپاري، چې له امله یې د دوی د انتقادي تفکر مهارتونه کمزوري شوي دي".

ایا زموږ دماغونه پر څو جبهو جګړه کوي؟

داسې څېړنې شته چې د سمارټ فون سکرینونو مخې ته د اوږدې مودې تېرول د پاملرنې کمښت او د دماغ کمزوري پرمختګ سره تړاو لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داسې څېړنې شته چې د سمارټ فون سکرینونو مخې ته د اوږدې مودې تېرول د پاملرنې کمښت او د دماغ کمزوري پرمختګ سره تړاو لري.

هغه خبرداری چې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو چټ‌ روباټونو د ډېر کارونې په اړه ورکول کېږي – ځکه دا ښایي زموږ پر ادراکي او معرفتي فعالیتونو منفي اغېز ولري – د تېرو لسو کلونو پر مهال د نوې ډیجیټل ټېکنالوژۍ د ډېر استعمال په اړه له ورکړل شویو نورو ورته اندېښنو سره یو ځای کېږي.

مثلاً، ځینې څېړنې ښيي چې د سمارټ‌ فون پردو ته د اوږده وخت کتو سره د تمرکز کمښت او د مغز وده سستېدنه تړاو لري. د ۲۰۲۴ کال په پای کې، د اکسفورډ انګلیسي قاموس د کال اصطلاح "Brain Rot" یا "د مغز تعفن" وټاکه. دا اصطلاح، د قاموس له مخې، هغه "ذهني او فکري زوال ته اشاره کوي چې زیاتره د بې‌ارزښته یا فکري ننګونه نه لرونکو انټرنېټي موادو د ډېر مصرف" له امله رامنځته کېږي.

شاید ځینې خلک دا وپوښتي: ایا زموږ پر تولیدي مصنوعي ځیرکتیا تکیه کول له ګوګل یا نورو لټون‌ ماشینونو یا له ټولنیزو رسنیو د بې‌ارزښته محتوا د ډېر لیدلو نه هم بدتر دي؟

پروفیسور ګرلیچ وايي: "ټولنیزې شبکې او لټون‌ ماشینونه زموږ تمرکز ګډوډوي یا یې بل لور ته اړوي، چې دا کار زموږ تفکر ټوټې ټوټې کوي او موږ له سطحي معلوماتو سره ډوبوي. خو تولیدي مصنوعي ځیرکتیا یو ګام وړاندې اخلي: دا زموږ لپاره محتوا تولیدوي، یعنې زموږ پر ځای فکر کوي. دا یو کوچنی خو ډېر مهم توپیر دی. کله چې موږ له خپلواکه ډول فکر کولو یا د معلوماتو د ارزونې لاس اخلو، نه یوازې تمرکز له لاسه ورکوو، بلکې خپل فکري خپلواکي هم له لاسه ورکوو."

نوموړی زیاتوي: "نو، سره له دې چې دواړه (ټولنیزې شبکې او مصنوعي ځیرکتیا) د اندېښنې وړ دي، خو د مصنوعي ځیرکتیا دا وړتیا چې د انساني فکر تقلید وکړي، یو ژور او اوږدمهاله چېلنج جوړوي ـ په ځانګړې توګه زموږ د پوهې د جوړښت او د پرېکړو د نیولو پر لارو چارو."

بل اړخ

دا موضوع شاید ساده ښکاره شي: زموږ له خوا پر مصنوعي ځیرکتیا ډېر تکیه کول او پرې پرېښودل چې زموږ پر ځای فکر وکړي او زموږ ادراکي او معرفتي وړتیاوې وځپي، ښايي زموږ منطقي یا انتقادي تفکر کمزوری کړي او له همدې امله به موږ کم‌عقله یا "ډېر احمقان" شو، لکه څنګه چې ځینې خلک یې وايي.

خو دې موضوع ته باید له بل اړخه هم وکتل شي. د انساني ځیرکتیا یا هوښ یو پېچلی مفهوم دی چې په ډېرو عواملو اغېز لري ـ که منفي وي یا مثبت. دا عوامل کېدای شي جنتیک، تغذیه، فزیکي روغتیا، ښوونه‌و‌روزنه، تربیه یا ان ککړتیا وي. له همدې امله، د ځینو متخصصینو په اند، د یوه یوازني عامل اغېز د نورو له اغېزو بېل تحلیلول منطقي نه دي.

سربېره پر دې، یو شمېر کسان دا نظر لري چې تولیدي مصنوعي ځیرکتیا ښايي زموږ د تفکر طریقه بدله کړي، خو دا بدلون ‌ضروري نه ده چې منفي وي.

ډاکټر کارلوس زډنیک، چې د هالنډ د ایندهوفن پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د فلسفې د مرکز مشر دی، بي بي سي عربي ته وايي:

"یو له هغو اغېزو چې ښايي د دې ټېکنالوژۍ له امله رامنځته شي دا ده چې زموږ تفکر، یا دا چې څنګه خپل فکر څرګندوو، احتمالاً بدل شي. که مخکې به موږ خپل فکر د خبرو، لیکلو، نقاشۍ یا د موسیقۍ د غږولو له لارې څرګنداوه، نو په راتلونکي کې ښايي دا کار د مصنوعي ځیرکتیا له وسیلو سره د تعامل له لارې وشي، یا هم دا وسایل زموږ سره مرسته وکړي چې همدغه فعالیتونه ترسره کړو. دا البته نوې پدیده نه ده: وان ګوخ خپل نبوغ د نقاشۍ له لوحو سره د چلن له لارې وښود، یا راجر فیدرر د ټینس راکټ کارولو له لارې. راتلونکی نسل ښايي خپل استعداد د مصنوعي ځیرکتیا له کارولو له لارې وښيي."

له دې امله، بحث دا نه دی چې مصنوعي ځیرکتیا به موږ (غبي) کړي، بلکې دا چې ایا موږ به وکولای شو خپل تفکر د دغې نوې وسیلې سره په هوښیار ډول همغږی کړو، که نه.

څنګه له مصنوعي ځیرکتیا ګټه واخلو، پرته له دې چې "احمق" شو؟

په تیرو څو کلونو کې د جنریټیو AI لخوا پرمخ وړل شوي چیټ بوټونو کارولو ان د ماشومانو او ځوانانو په ګډون په ډراماتیک ډول وده کړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تیرو څو کلونو کې د جنریټیو AI لخوا پرمخ وړل شوي چیټ بوټونو کارولو ان د ماشومانو او ځوانانو په ګډون په ډراماتیک ډول وده کړې

هغه څېړنه چې مایکروسافټ ترسره کړې، ښيي چې هغه کسان چې پر ځان‌باورمتیا برخمن دي، تر نورو ډېر تمایل لري چې د مصنوعي ځیرکتیا د پایلو د ارزونې لپاره انتقادي تفکر وکاروي. دا څېړنه دې پایلې ته رسېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا تولیدي وسایل باید داسې طرحه شي چې د هغو کسانو انتقادي تفکر پیاوړی کړي چې له معلوماتو سره کار لري.

تر هغه چې دا موخه ترلاسه شي، پر کاروونکو لازمه ده چې له مصنوعي ځیرکتیا سره داسې تعامل وکړي چې د تصمیم‌نیولو او ادراکي مهارتونو د کمزوري کېدو خطر پرې نه‌شي.

پروفیسور ګرلیچ وايي: "څومره چې له مصنوعي ځیرکتیا سره د تعامل پر مهال دا د یوه ماهر مرستیال حیثیت ولري، نه د یو خپلسري پيلوټ، هومره به موږ وکولای شو خپلې ادراکي او تفکري وړتیاوې وساتو، بلکې لا یې پیاوړې کړو."

هغه زیاتوي: "موږ باید له تولیدي مصنوعي ځیرکتیا سره داسې چلن وکړو لکه له یوه شریک سره چې ورسره بحث کوو، هغه څوک چې زموږ مفکورې ننګوي، اصلاح کوي یې او موږ ته د بېلابېلو لیدلورو د کشف زمینه برابروي. د ذهني بې‌حسۍ د مخنیوي لپاره باید له مصنوعي ځیرکتیا سره بیدار تعامل وکړو، پوښتنې وکړو، فرضیې وڅېړو او ادعاوې وارزوو."

ډاکټر زدنيک بیا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د "سواد" پر ارزښت ټینګار کوي. دا سواد دا معنا لري چې خلک باید پوه شي مصنوعي ځیرکتیا څه ده، څنګه کار کوي، څه شي ترې جوړېږي او څه شي نه او کله باید وکارول شي یا ونه کارول شي.

هغه وايي: "زه تمه لرم چې د مصنوعي ځیرکتیا وسایل به پراخ شي، له همدې امله دا اړینه ده چې د سواد دا ډول پراخ او ژر رامنځته شي. ماشومان باید دا زدکړي او ښوونکي باید دا تدریس کړي. موږ باید پر ماشومانو مصنوعي ځیرکتیا و نه‌ځنډوو، بلکې باید وروښيو چې څنګه یې هوښیارانه وکاروي."

زدنيک دا هم یادونه کوي چې حکومتونه باید د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم مسؤلیت واخلي، "په داسې بڼه چې د ټولنې خوندیتوب، اقتصادي وده او نوښت تر منځ یو متوازن انډول رامنځته کړي".

تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د نورې هرې وسيلې یا ټېکنالوژۍ په څېر، دواړه خواوې لري: ښېګڼې او احتمالي زیانونه. دا چې زموږ پر ژوند به یې اغېز مثبت وي که منفي، تر ډېره پورې پر دې پورې اړه لري چې څنګه یې کاروو. که د دې وسیلې له طبیعت، قوتونو او محدودیتونو سره ښه بلد شو، له هغې سره خپل انتقادي تفکر وساتو او دا زدکړو چې له هغې سره فعال، پوه او بیدار تعامل وکړو – نو له ستر پوتانسیال یې ګټه اخیستی شو، بې له دې چې خپل هوښ، فکر یا خلاقيت له لاسه ورکړو.