لوبې اونیزه خپرونه
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دویمه ټسټ لوبه کې انګلنډ ته ماتې ورکړه. دویمه ټسټ لوبه هم د لومړۍ لوبې پر ویشتنځای وشوه. د کرېکټ لوبغاړي وایي چې پاکستان ورو توپ اچوونکو او خپلو پیاوړتیاوو ته په کتو دا ویشتنځای جوړ کړی و. هاخوا د انګلنډ او هند هم ټسټ لوبه روانه ده. ترکیه کې د افغان پهلوانانو لوبه او ځینې نور سپورتي موضوعات د لوبو د دې خپرونې برخه ده.
د لوبو اونيزه خپرونه له نديم اشرف سره.