امریکايی تاريخ پوه: له مرکزي اسيا سره نژدېوالی د افغان اقتصاد د غوړېدو کيلي ده

  • Author, عبدالله الهام
  • دنده, بي بي سي

د مرکزي اسیا او افغانستان د چارو څېړونکی او تاریخپوه ډاکټر فرېډرېک سټار وايي، که افغانستان غواړي چې بېرته د ټیکاو او پرمختګ پېر ته وګرځي له منځنۍ اسیا سره دې هر اړخیزه ځان ونښلوي.

ښاغلي سټار چې له نهمې تر دیارلسمې زېږدیزې پېړۍ پېر کې د دې سیمې د اقتصادي، علمي، او کولتوري بریاو په اړه څېړنې کړې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د طالبانو حکومت له منځنۍ اسیا سره د اړیکو پراخولو ته لېوال دی او وار له مخه يې ټینګ او هیله‌منوونکي ګامونه اوچت کړي دي.

خو هغه ټینګار کوي چې د طالبانو د سخت دریځ مشرتابه او هغو چارواکو تر منځ چې دی یې د "کابل پرمختګ‌غوښتونکی او منځلاری حکومت" بولي اړېکي ښايي په راتلونکي کې ترینګلي شي.

ورکه روښانتیا

ډاکټر سټار چې له عربي فتحو تر تیمور پورې د مرکزي اسیا د زرین پېر په اړه د ورکې روښانتیا کتاب لیکوال دی، له بي بي سي سره په مرکه کې وايي د افغانستان له هغه تېر څخه چې د نوښتونو او علمي څېړنو د مرکز یوه برخه ګڼل کېده د ګڼو لاملونو له مخې اوسني حالت ته بدل شو.

دی یې "مذهبي بحثونه او توپیرونه، جګړې، اشغال، مغول او ګڼ نور" لاملونه ګڼي خو ټینګار کوي چې "هغه څه چې دا سیمه يې سره ووېشله او افغانستان يې له مرکزي اسیا بېل کړ هغه د امپریالېزم راپورته کېدل وو: له شماله د روسیې امپريالیستي خیالات او له سوېل او سوېل ختیځه د بريتانيايي امپراتورۍ انګېزې".

"پایله دا شوه چې د شوروي اتحاد له راپورته کېدو سره د افغانستان او د تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان په ګډون د مرکزي اسیا له ګاونډیو سره یو سخت فیزيکي او فکري سرحد را منځ ته شو. د روسیې له ۱۹۱۷ انقلاب وروسته افغانستان یوې بېلې نړۍ ته په شاتګ محکوم شو. شورویانو د یوه شاته پاتې ټاټوبي په توګه چلند ورسره وکړ".

خو ښاغلی سټار ټینګار کوي چې "د افغانستان سیاسي قلمرو حتی له سختو سقوطونو وروسته د بیارغېدنې او جوړېدنې او د نویو کلتوري مرکزونو د رامنځته کولو پام وړ وړتیا ښودلې. ځکه نو د دغه هېواد په بېلو برخو کې له لسو د ډېرو لرغونو مدنیتونو نښې موندلی شئ چې هره یوه یې د پخوانۍ پر ویجاړیو را پورته شوې".

دی ډاډ ښيي چې "د افغانستان کلتور پام وړ وړتیا ته په کتو له ټولو خنډونو او ننګونو سره سره بېرته احیا شي".

ښاغلي سټار چې پر تاریخي څېړنو سربېره، د افغانستان معاصرې ستونزې هم څېړلې، د طالبانو د حکومت د بریا اړوند هم قضاوت له وخت وړاندې ګڼي.

دی زیاتوي، "افغانان - هم هغوی چې په افغانستان کې دي او هم هغوی چې له هېواده وتلي - د افغانستان د تېر عظمت د راژوندي کولو هوډ لري او دوی هم پوهېږي چې د دې لپاره اړينه ده چې له نړۍ سره د راشې درشې دروازې بندې نه شي؛ نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له کلتوري پلوه".

"واقعیت دا دی چې د طالبانو حکومت، په تېره بیا هغه برخه یې چې په پلازمېنه کابل کې دي، دوی پوهېږي چې دوی باید خلکو ته خوځنده اقتصادي او د هوساینې خدمات وړاندې کړي کنه نو ځای نه لري. که دوی په دې کې پاتې راشي نو هېواد به یوه زوال ته مخ کړي او دوی په دې پوهېږي او زه د دوی پر بریا ډاډه یم".

خو د دوی پر وړاندې د خنډ اړوند وايي، "هغه ملایان چې په کندهار کې ناست دي او د مطلق واک ادعا لري او د کابل د مشرانو مډرن او کلتوري نظرونه ردوي".

دی زیاتوي چې دوی دغه ځېل ته ډېر دوام نشي ورکولی.

"فکر کوم چې په کابل کې هغه حکومت چې د ځان او هېواد د بقا هڅې کوي او په کندهار کې د سخت‌دریځو ملایانو تر منځ د ډېرېدونکي کشمکش او حتی مخامخېدنې وړاندوینه کولی شو خو دا چې دا به څرنګه تمامېږي هېڅوک نه پوهېږي خو دا کشمکش په ارام ډول ډېرېږي".

ګاونډ او نړۍ د افغانستان د بدې ورځې پړه

ډاکټر سټار په افغانستان کې د حالت دغه ډول خرابېدو پړه هم له امریکا او پاکستان نیولې د منځني ختیځ تر افراطي بهیرونو په ټولو وېشي خو وايي که څه هم پاکستان اوس د افغانستان اړوند "واقع‌بینانه سیاست" لري له افغانستان او مرکزي اسیا سره د اقتصادي لارو پرانیستلو ته لېوالتیا لري.

"د پاکستان او افغانستان تر منځ دا اوس ناندرۍ شته خو دواړه لوري د اقتصادي دهلیزونو د پرانیستلو پر اهمیت پوهېږي".

ډاکټر سټار ټینګار کوي چې د نورې نړۍ له دولتونو سره چې د تعامل لپاره کوم اصول او نورمونه په پام کې نیول کېږي هماغه دې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره په پام کې ونیول شي او دی فکر کوي چې "دا ګام په ګام کېږي. که څه هم ډېر ورو، خو کېږي".

"له مرکزي اسیا سره نژديوالی حیاتي دی"

ډاکټر سټار چې د مرکزي اسیا او افغانستان د سیمې پر پخواني پېر يې څېړنې ځانګړی علمي شهرت لري ټینګار کوي چې په مرکزي اسیا کې یو بدلون روان دی او دا به پر افغانستان ژور اغېز وکړي.

دی زیاتوي، "د مرکزي اسیا حکومتونه ځانونه سره نښلوي. دوی دې پایلې ته رسېږي چې دوی به له اقتصادي، سیاسي او امنيتي پلوه هغه مهال ډېر ځواکمن او بریالي وي چې لاسونه سره ورکړي. هغه څه چې د سوېل ختیځې اسیا د ټولنې غړي هېوادونه یې په خپله سیمه کې کوي. دوی تر جلا جلا حالته په ګډه ډېر ځواکمن دي".

دی باوري چې "په دې بهیر کې به د منځنۍ اسیا هېوادونه د سوېل ختیځې اسیا د هېوادو په څېر ځواکمن، مسؤول او مډرن جوړښت رامنځ ته کړي چې افغانستان به هم ځان ورسره ونښلوي او هغوی به هم افغانستان وغواړي نو ټول به د یوې کښتۍ سپاره وي".

دی په خوشبینۍ سره باوري دی چې دا بهیر وار له مخه پیل شوی.

دی له ازبکستان او قزاقستان سره د افغانستان د سوداګرۍ ډېرېدو ته په اشارې وايي له مرکزي اسیا سره د افغانستان ډېرېدونکې راشه درشه هیله‌منوونکې ده.

"د مرکزي اسیا هېوادونه متحد دي – دا ډېره مهمه ده – او دوی غواړي د افغانستان له لارې اقتصادي دهلیزونه پرانیزي او خپله افغانان هم په ډېره لېوالتیا غواړي دا پرانیستل شي. ټاپي چې لس کاله وړاندې ماته شوې پروژه ګڼل کېده اوس يې کار پر مخ روان دی که څه هم په کراره خو لږ تر لږه پاتې نه ده. نو دا ټول ورو ورو نه یوازې افغانستان د مرکزي اسیا برخه ګرځوي بلکه د پاکستان او هند په ګډون يې له ټولې سوېلي او سویل ختیځې اسیا سره د تړاو مرکز ګرځوي".

نوموړی زیاتوي چې په نړیواله کچه له پامه غورځېدلی یو واقعیت دا هم دی چې "د ورېښم لاره داسې ګڼل کېږي لکه په دې چې یوازې د چین، مرکزي اسیا او اروپا تر منځ سوداګري کېدله خو واقعیت دا دی چې له دې مهمه دا ده چې د افغانستان له لارې هند نیمه‌وچې ته چې اوس هند او پاکستان پکې راځي د اروپا - مرکزي اسیا ترانسپورت لاره وه چې ډېره لرغونې وه او د ورېښم لارې پرتله ډېر لږ له خنډ سره مخ شوې او ډېر توکي پرې تلل، نه یوازې فیزيکي توکي بلکه کلتوري توکي لکه مذهبونه".

دی زیاتوي، "همدا لاره وه چې بودیزم يې مرکزي اسیا ته یووړ او له مرکزي اسیا څخه یې تصوف پاکستان او هند ته یووړ. نو د دغه ستر دهلیز بیا پرانیستل کېدل چې مشهور اوزبېک ګورجي عالم رېتوېلادزې د هند ستره لاره بللې یو بنسټیز پرمختګ دی چې موږ په واقعبينانه ډول ورته هیله‌من کېدی شو".

دی د طالبانو د حکومت د اقتصادي او سوداګریز سکتور د وزارتونو دا لېوالتیا هیله‌منوونکې ګڼي چې له مرکزي اسیا سره د اقتصادي دهلیزونو پرانیستل "د افغانستان د ژغورل کېدو او پرمختګ لپاره بنسټیز ګڼي".

که څه هم دی وايي چې "ځینې شته چې دا اهمیت يې کمرنګه ګڼي، په تېره بیا د کندهار هسته. خو زه فکر کوم چې د واقعیت فشار ډېر دی او بالاخره به دا لارې ټولې پرانیستل کېږي".

ښاغلی سټار ټینګار کوي چې افغانان دې "د ترانسپورت او سوداګرۍ په برخه کې شته ټول امکانات وازمويي او ويې کاروي. دا اصلي کيلي ده. دا په تېرو دریو زرو کلونو کې کيلي وه او نن هم همداسې ده".

ډاکټر سټار په دې نظر دی، هغه افغانان چې د خپل هېواد راتلونکي ته ژمن دي "په دې په یوه خوله دي چې د وخت په تېرېدو سره به د دغو دهلیزو پرانیستل کېدل افغانستان په رغنده ډول له بهرنۍ نړۍ سره وتړي او دا به په افغانستان کې د ننه هم د مډرنوونکي ځواک په توګه په پرمختګ کې رول ولوبوي".

ښاغلی سټار حتی په دې اند هم دی چې دا پرمختګ به "حتی په کندهار کې هغه ملایان چې نن يې نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د رغېدو مخه نیولې، د منځلارۍ خپلولو یا له مخې لرې کېدو ته اړ کړي".