بريتانيا کې ټاکنې
بریتانويان پارلماني ټاکنو کې د خپل نوي حکومت غوره کولو لپاره رایه ورکوي.
د بريتانويو رايه ورکوونکو تر ټولو لويه مسئله اقتصاد او د ژوند بيې دي. خو يوه مسئله يې کډوالي هم ده. له ۲۰۱۰ کال راهيسې محافظه کارانو د دې ټټر واهه، چې دکډوالۍ کچه به کموي، خو شمېر یې ۲۰۲۲ کال کې په ريکارډ کچه ۷۶۴ زرو ته ورسېد، سره له دې چې ورپسې کال بيا ولوېد.
د بي بي سي بريتانيا چارو خبريال اېډ توماس د انګلنډ له پيټربره دا راپور رالېږلی، يو داسې ښار چې ۱/۳ استوګن يې له بريتانيا بهر زېږېدلي، چې وګوري هلته وګړي څه احساس کوي: