د طالبانو حکومت وايي ژر به په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملې چارې پیل شي

- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به په هېواد کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه بشپړ او عملي چارې پیل شي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي، چې د ټاپي نللیکي غځول یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان او ترکمنستان چارواکو هم موافقه وکړه چې له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د ګازو د نللیکې د غځولو پروژې چارې چټکې کړي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي متقي او د ترکمنستان له سفیره سره د خپلمنځي ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا هم غږېدلی دی.
په اعلامیه کې د ټاپي پروژنې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړ شوي، خو د ترکمنستان د سفیر له خولې په کې ویل شوي چې د دې پروژه د عملي کار او وروستیو پرمختګونو په اړه یې ښاغلي متقي ته معلومات ور کړي دي.
د دې اعلامیې له مخې ښاغلي متقي ویلي، د حکومت اړوندې ادارې یې هڅه کوي، په افغانستان کې د دې پروژې تخنیکي چارې وروستۍ او په نږدې راتلونکې کې یې عملي چارې پیل کړي.

د عکس سرچینه، Taliban
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هم پنجشنبه کابل کې د امنیتي اورګانونو یوې ګډې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ټاپي پروژه کار پیلیدو ته نږدې شوی دی.
هممهاله د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان بيبيسي ته ویلي، چې ټاپي پروژه د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو ده.
هغه وویل ټاپي پروژه یوازې افغانستان لپاره نه، بلکې ټولو دخیلو هېوادونو لپاره لویه او مهمه اقتصادي پروژه ده.
"د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له حاکمیت وروسته د دې پروژې چارې د کانونو او پټرولیم وزارت په کاري اولویتونو کې ځای ونیو او الحمدالله موږ وتوانیدو چې تر ډېره حده پورې د افغانستان اړوند مسایل حل کړو او د دې پروژې عملي تطبیق ته زمینه برابره کړو."
ښاغلي افغان زیاته کړه "هیله من یو په نږدې راتلونکې کې د افغانستان خاوره کې د دې پروژې عملي چارې، په ځانګړې توګه ساختماني چارې پیل شي."

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د انرژۍ او پټرولیم وزیر مصدق ملِک په اسلام اباد کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر "راسیط میریدوف" سره په لیدنه کې ویلي وو، ټاپي پروژه به د انرژۍ بیېو پر را تیټولو سربېره د صنعتي کارونو د ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.
ښاغلي ملک زیاته کړې، باثباته انرژي د صنعتي سکتورونو په ټوله کې د اقتصادي ثبات لپاره مهمه ده.
د دواړو لوریو ترمنځ په لیدنه کې د ټاپی پروژې د اجرائیوي شرکت مشر هم ګډون کړی و.
له ترکمنستانه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو دغه نللیکه د نړۍ د ګازو له دویم لوی مرکز ګال کینین څخه پیلېږي، له افغانستانه په تېرېدو پاکستان بیا د هند د فاضلکا سیمې ته غځېږي.
دغه نللیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې ترکمنستان ونډه والو هېوادونو ته په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز صادر کړي.
د ټاپي پروژې وړاندیز په ۱۹۹۰ لسیزه کې شوی، خو د ښکېلو هېوادونو ترمنځ یې د پلي کېدو هوکړه په ۲۰۱۰ کال کې وشوه.
په سیمه کې ناامني، جیوپولیټیکي کړکېچونه او مالي ستونزې د دې پروژې د ځنډېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې په ټولو ښکېلو هېوادونو کې په سمبولیکه توګه د دې پروژې چارې پیل شوې او اټکل دا و چې تر ۲۰۱۹ کاله به ګټې اخیستې ته وسپارل شي، خو ښکاري چې دې مرحلې ته رسېدو لپاره لا ډېر کار پاتې دی.
په افغانستان کې د ټاپي نللیکي اوږدوالی ۸۱۶ کیلو مټره دی چې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي، هغه ولایتونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د ناکراریو او ناامنیو شاهدان وو.
په افغانستان کې دننه د دې پروژې د لومړۍ برخې کارونه چې امنیت، پلان جوړونه او ډیزاین، ماین پاکي او د ځمکې استملاک په کې شامل وو، په ۲۰۱۷ کال کې پیل شول، خو دویم پړاو یې چې "وخت نیوونکی او ګران بیه" و، بې برخلیک پاتې شو.