هند انګلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته د شل اووریز نړیوال جام پایلوبې ته ورسېد

  • Author, نور محمد سعید
  • دنده, بي بي سي

هند لوبډلې د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلنډ ته په ۶۸ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله. د نن جون ۲۷مې لوبه د ګیانا په پرویډینس لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه انګلنډ ګټلې وه او هند لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. هند د ۷ وېکټو په زیان سره ۱۷۱ منډې وکړې او انګلنډ ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

خو د انګلنډ ټوله لوبډله په ۱۶ اعشاریه څلور اوورونو کې د ۱۰۳ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه. د لوبې غوره لوبغاړي اکشار پټېل وویل: پوهېدم چې ویشتنځای (توپ) دروي او د بالرانو لپاره یو څه لري. یوازینۍ هڅه مې دا وه، چې سم ځای ته توپ واچوم. هڅه مې کوله یو څه سوکه توپ اچوونه وکړم او همداسې وشول. خپلو توپوهونکو راته وویل، پر دې ویشتنځای د توپ وهل اسانه چاره نه ده، موږ فکر کاوه، چې مناسب شمېر منډې لرو.''

د انګلنډ لوبډلمشر جوس بټلر هم د ستونځمن ویشتنځای یادونه وکړه: ''هند یقیناً موږ له لوبې بهر کړو. موږ ښايي دوی پر یوه ننګوونکي ویشتنځای، چې دوی پرې ښه لوبه وکړه، د ۲۰ یا ۲۵ زیاتو منډو اخیستو ته پرېښوول او دوی یې مستحق وو.''

د هند له لوري لوبډلمشر روهیت شرما تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې او سوریا کومار یادېو ۴۷ منډې وکړې. د هند اوپنر لوبغاړی ویراټ کوهلي یو ځل بیا و نه توانېد تر ډېرو د لوبې په ډګر کې پاتې شي او د نهو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د انګلنډ کریس جورډن درې وېکټې ترلاسه کړې.

د انګلنډ له لوري بیا لوبډلمشر جوز بټلر (۲۳) هري بروک (۲۵) او جوفرا ارچر (۲۱) هغه لوبغاړي وو، چې تر نورو یې ډېرې منډې وکړې.

له دې لوبغاړو پرته لیام لیونګسټن د انګلنډ یوازینی لوبغاړی و، چې ۱۱ منډې وکړې او بل هېڅ یو لوبغاړی و نه توانېد، چې دوه عدده منډې وکړي. د هند بالرانو کې اکشار پټېل او کلدیپ یادېو درې، درې او جسپریت بومراه دوې وېکټې واخیستې.

اوس به هند لوبډله د راتلونکې شنبې پر ورځ (جون ۲۹) له سویلي افریقا سره د شل اوریزو نړیوال جام پایلوبې لپاره د بریج ټاون په لوبغالي کې سیالۍ ته ووځي. سویلي افریقا تېره شپه له افغانستانه په نهوو وېکټو لوبه وګټله او پایلوبې ته یې لار وموندله.